د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام!
په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د ملي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ!
له دې امله د استاد کورنۍ، خپلوانو او د هېواد تحصیلي سکټور ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د صبر جمیل غوښتنه کوم او استاد ته د الله تعالی له دربا څخه جنتونه غواړم.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم