د کابل پوهنتون رئيس د چين تايووان تکنالوژي پوهنتون په رسمي بلنه د چينايي ژبې نړيوال درې ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه هېواد ته سفر وکړ.
په ياد کنفرانس کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ د نړۍ د پنځوسو پوهنتونونو استازو برخه اخيستې وه.
د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزیز په ياد کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د چين ټايووان ټکنالوژي پوهنتون له رئيس سره د هغه په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو اړخونو پر ګډې همکارۍ باندې ټینګار وکړ او پر دې پریکړه وشوه چې د کابل پوهنتون او تايووان تکنالوژي پوهنتون ترمينځ د ګډې همکارۍ ساحه به د ژبو او ادبیاتو ترڅنګ، د طبيعي علومو او تکنالوژۍ ساحو ته هم وغځيږي.
د کابل پوهنتون رئيس همدارنګه د تايووان پوهنتون له مسئولینو څخه مننه وکړه چې افغان محصلينو ته يې په خپل پوهنتون کې د تحصيل زمينه برابره کړې ده.
دوکتور اسامه عزیز همداراز په تايووان پوهنتون کې افغان محصلينو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې يې واوریدې او د اړوند پوهنتون له رئيس سره شريکې کړې.