د کابل پوهنتون څلورو پوهنځيو له لوري د اوبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۰:۵۹
Hsbhsjjjdndnbelwp

 

د کابل پوهنتون چاپېریال ساتنې، کرنې، انجنیري او ځمکپوهنې پوهنځيو له لوري د اوبو نړیوالې ورځې لمانځنې ته د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه د چاپېریال ساتنې ادارې استازي راغلي و. 

په یاده لمانځغونډه کې د کابل پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو او د یادو وزارتونو استازو د اسلام له نظره د اوبو پر ارزښت او په کارونه کې یې د اسراف پر مخنیوي خبرې وکړې او د اوبو په سپما کې یې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ. 

دغه راز د یادو پوهنځیو د رئیسانو او استادانو له لوري د اوبو ښه مدیریت، د افغانستان سیندیزو حوزو، د اقلیم بدلون له امله د اوبو کمښت، په کرنه او صنعت کې په معیاري ډول د اوبو پر کارونې علمي بحثونه وشول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. 

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون مسؤلینو ژمنه وکړه چې دغه پوهنتون به د اوبو او هېواد نورو مهمو موضوعاتو په اړه علمي څېړنې کوي او سکتوري وزارتونو ته به طرحې او مشورې ورکوي. 

  نېټه: یکشنبه

۱۴۴۵/۹/۱۴هـ.ق ۱۴۰۳/۱/۵هـ.ش ۲۰۲۴/۳/۲۴م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS