د کابل پوهنتون ۴۱ اداري خالي بستونو لپاره له ۱۴۵۱ داوطلبانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۸:۴۱
sdjkhfkjsdhkjf


د لوړو زده کړو وزارت ازموینو کمېټې او د دغه وزارت مالي او  اداري معین له لوري په کابل پوهنتون کې د یاد پوهنتون اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه. 
د ازموینې په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د ازموینې پر روڼتیا خبرې وکړې او ویې ویل: «لکه څرنګه چې ازموینې ته د نوملیکنې او شارټ لیست پروسه شفافه وه، په همدې ډول به ازموینه او د پایلو اعلان شفاف وي.» 
نوموړي داوطلبانو ته ډاډ ورکړ چې په ازموینه کې به وړ کسان بریالي کېږي او اداري خالي بستونو ته به لار پیداکوي. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، د دغه وزارت ازموینو کمېټې، د کابل پوهنتون مسؤلينو، په ازموینه کې د ګډون کوونکو او رسنیو استازو په حضور کې د پوښتنو صندوق پرانیستل شو. 
په یادو بستونو کې د درېيم، څلورم، پنځم او شپږمو رتبو بستونه شامل دي، چې د ازادې سیالۍ له لارې به پکې وړ کسانو ته د خدمت زمینه برابره شي.                                                            د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې لوړو زده کړو وزارت د ولایتي تحصیلي بنسټونو اداري خالي بستونو لپاره ازموینې اخیستې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS