د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
aesdfhjkjjoplmn

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مسؤلینو او منسوبینو، فارغو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.

 

په فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وویل، چې وروسته له فتحې لوړو زده کړو وزارت د فوق لېسانس برنامو زیاتوالي او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې اوس یې موږ او تاسو د فراغتونو شاهدان یو.

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ځوانانو ته یې ډاډ ورکړ، چې لوړو زده کړو وزارت په تحصیلي ډګر کې هرې ستونزې ته متوجه دی او په دې هڅه کې دی، چې ځوانانو ته ارام علمي چاپېریال برابر کړي.

 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب محصلینو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ د هغوی له کورنیو مننه وکړه چې د خپلو اولادونه ملاتړ کوي او زده کړو ته یې هڅوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۹ څانګو (فقهې، تفسیر، ټولنپوهنې، ریاضي، ښوونیز مدیریت، پښتو، دري او انګلیسي ادبیاتو، ښوونې او روزنې) د ماسټري برنامو فارغو محصلینو ته د فراغت تصدیقونه ووېشل شول.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د صفرالمظفر ۱۶ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د زمري ۱۹ مه

۲۰۲۵ م د اګست ۱۰ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۵:۴۸
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې


د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۶/۷ - ۱۶:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د سُهېل لوېدیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو دیني ـ علمي سمینار اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

 

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کندهار ولایت جهادي مدرسې رئیس، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، علماء کرامو، د. . .

BACK TO NEWS