د کرونا پر وړاندې واکسین دوه ورځنی کمپاین رسما په کابل پوهنتون کې پیل شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۱۳
g

د دغه کمپاین د پرانستې په مراسمو کې په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون رهبري پلاوي ، استادانو ، کارکونکو او د یاد پوهنتون زده کړیالانو شتون درلود، د کابل پوهنتون مشر پوهاند ډاکتر محمد عثمان بابری د واکسین د اغیزمنتوب ( موثریت) او ګټو په اړه معلومات ورکړل او له ټولو استادانو، زده کړیالانو او کارکونکو یې وغوښتل چې له د فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو د کرونا ویروس په وړاندې خپل ځان خوندي کړي. هغه زیاته کړه چې واکسین په داوطلبانه ډول دی او د کابل پوهنتون ټول اوسني او متقاعد استادان، زده کړیالان او کارکونکی پکې شامل دي.

د کابل پوهنتون د زده کړیالانو چارو مرستیال پوهاند فصیل امین په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین پلي کولو لپاره د لوړو زده کړو او عامې روغتیا د وزارتونو له مشرتابه څخه مننه وکړه او وویل چې په دې دوه ورځینې کمپاین کې د عامې روغتیا وزارت ۳۰ واکسیناتوران په اتو حوزو کې تنظیم شوي چې استادان ، زده کړیالان او کارکونکي کولی شي یادو حوزو ته په داوطلبانه ډول ورشي. د هغه په وینا ، اوس مهال کابل پوهنتون ۹۰۰ استادان ، ، ۲۶ زره زده کړیالان او ۷۰۰ کارکونکي لري.

د یادونې وړ ده چې د کرونا واکسین د پلي کولو کمپاین د لوړو زده کړو وزارت په مرکز او د هیواد په یو شمیر نورو تحصیلي بڼسټونو کې پلي شوی چې د دې وزارت د مشرتابه ، مرستیالانو ، رئیسانو او کار کونکو په ګډون یې ترې ګټه پورته کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS