د کمال خان بند پرانیستې په پار د دولتي او خصوصي بنسټونو تر منځ د مقالو لیکنې سیالۍ جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون رییس محمد عثمان بابري، د چاپیریال او اوبو د منابعو ملي څېړنیز مرکز مشر دوکتور محمد وسیم اقبال او د ځینو مرکزي ادارو رییسانو هم ګډون لاره؛ له دولتي پوهنتونونو سره یې په یوه ویډیويي ناسته کې، د لوړو زده کړو له ټولو دولتي بنسټونو وغوښتل، چې د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له رارسېدو مخکې خپلې علمي او څېړنیزې مقالې هغې کمېټې ته وسپاري، چې په لوړو زده کړو وزارت کې په دغه موخه جوړه شوې ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۵۲۷۳ شمېرې هدایت پر بنسټ اړ دی، څو د هېواد د علمي کادرونو له علمي او څېړنیز ظرفیت څخه، په ځانګړې توګه د انجنیرۍ او چاپیریال له پوهنځیو، د کمال خان بند او په اقتصادي او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې د ځای په مناسبت دې ټول دولتي او خصوصي بنسټونه راوغواړي څو خپلې علمي نظریې د یوه کتاب په چوکاټ کې په ځانګړې توګه د کمال خان بند او اوبو سرچینو د مدیریت په اړه وړاندې او تدوین کړي.
ښاغلي بالاکرزي زیاته کړه؛ د ټولو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونو د محصلینو تر منځ د مقالو سیالي، علمي سمینارونه همدارنګه د افغانستان د اوبو راګرځونه او کمال خان بند د ارزښت تر عنوان لاندې د مناظرې جوړول، دغه راز د پولي تخنیک پوهنتون او نورو دولتي او خصوصي پوهنتونو په همکارۍ د هېواد د اوبو د منابعو او کمال خان بند د ارزښت په اړه د علمي سیمینار جوړول او د چاپېریال ساتنې ادارې له ملي څېړنیز مرکز او همدارنګه د هېواد له رسنیو سره یې شریکول، دغه راز د نیمروز ولایت د لرغونتیا، د کمال خان بند د ارزښت او د افغانانو په ژوند یې د اغېز په اړه د سمینار جوړول او همدارنګه د ځوانانو تر منځ (اوبه د افغانستان پانګه ده) تر عنوان لاندې د مناظرې ایجاد؛ دا ټول هغه مهم پلانونه دي، چې د کمال خان بند او ۱۴۰۰ تحصیلي کال د پرانیستې په پار په پام کې نیول شوي دي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښوونه وکړه، څو تر نوي تحصیلي کال پورې د بنرونو په وسیله (زموږ اوبه زموږ آبرو ده) شعار خپرول پیل او د هیواد پرمختګ په برخه کې د اوبو مدیریت د ارزښت په اړه علمي او څېړنیز سمینارونه جوړ او له یو بل سره خپل نظرونه شریک کړي.
سربېره پر دې چې په لوړو زده کړو وزارت کې د دغې جشنوارې لپاره کمیټه جوړیږي، په ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د همغږۍ په موخه یوه یوه کمېټه جوړېږي، چې رییس، علمي مرستیالان او د اړوندو پوهنځيو رییسان او د محصلینو چارو مالي او اداري مسوولین به پکې شامل وي.
هغه آثار چې په دې اړه تدوین او تآلیف کېږي، د اوبو د تنظیم چارو ادارې په همکارۍ چاپیږي.