د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی او ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شو

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۸:۲۸
jbskdjaskjd


په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دوه اړخیزو همکاریو پر ارزښت یې خبرې وکړې، هغه دغه راز د دواړو اړخونو پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.
وروسته د ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست رئیس قاضي عبدالصادق غزنوي د کندهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو پر هوکړه لیک خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې کندهار پوهنتون د علمي کادرونو د روزنې اوږده مخینه لري چې د هیواد په زرګونو تنه ځوانان یې د لیسانس تر کچې په معیاري او مسلکي توګه روزلي دي.
د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک په مرسته به دواړه نهادونه د څېړنې، نصاب بیاکتنې، تضمین کیفیت، علمي کنفرانسونو او ځینو نورو برخو کې له یو بل سره خپلي تجربې شریکوي او له شته فرصتونو او امکاناتو به ګټه اخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS