د کندهار پوهنتون له طب پوهنځی څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

په همدې موخه فراغتغونډه کې د کندهار پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، علماء کرامو او د فارغو شویو محصلینو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم د طب پوهنځی د ټولو استادانو هڅې وستایلې او د هېوادوالو د درملنې لپاره یې د یادو ډاکټرانو پر وړاندې کېدو خوښي وښوده.
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی رئیس په وینا؛ دغې پوهنځی په تېرو ۲۶ دورو کې شاوخوا ۱۴۸۷ ډاکټران په مسلکي ډول روزلي او زیاته یې کړه چې یاد پوهنځی به د خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې د دوکتورا برنامه هم پیل کړي.
همدارنګه فارغو شویو ډاکټرانو ژمنه وکړه چې په پوره اخلاص او امانتدارۍ به د روغتیا په برخه کې د خلکو خدمت کوي.