د کنړ ولایت سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د «اوبه زموږ ملي پانګه ده» تر عنوان لاندې علمي سمینار جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۷:۴۷
g

سید جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کمال خان بند پرانېستې په وياړ(زموږ اوبه، زموږ ملي شتمنۍ ده) تر سرليک لاندې علمي مقالې او پرېزېنټېشنونه وړاندې شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ياد علمي بنسټ مشر، د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.

د سید جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د هېواد د اوبو مديريت، کمال خان بند پر مخينې، اقتصادي، ټولنيز، کرنيز، چاپېريالي او صنعتي ارزښت او همدا راز د افغانستان د اوبو سترو زېرمو او سرچينو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.

د ناستې په لړ کې درېیو محصلینو: جمال الدين صدیقي (د وګړيو پر ژوند د کمال خان بند اغېز)، عطاء الله ځلاند(د افغانستان اوبه او وېش‌يې) او کرم الله سعيدي(د اوبو مديريت اقتصادي ارزښت) تر سرليکونو لاندې چمتو کړې مقالې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS