د ۱۳۹۹ لمريز کال د کانکور پايلې اعلان شوې

Azizorayakhel.admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۲۶
ش

د کمیت تر څنګ د زده کړو کیفیت او دوام لرونکی پراختیا زموږ لومړیتوبونو څخه دي.

دغه څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مناسبت وکړې.

په هغه غونډه کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکتر عباس بصیر، د آزموینې ملي ادارې لوی رئیس پوهاندعبدالقدیرخموش، د چارو ادارې مرستیال عبدالکریم طوطاخیل ، د کابل ښار د پوهنې رئیس، د ولسي جرګې وکیلانو، د څلور ګونو پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او د رسنیو استازو ګډون درلود، ښاغلي بصیر د آزموینې کمیټې د هلوځلو څخه چې یاد ازموینه يې په شفافه او سمه توګه سرته ورسوله مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر وویل: لوړزده کړو وزارت هڅه کوي چې د جذب ظرفیت لوړ کړي. نوموړي د زده کړو کیفیت د ټولنې په اقتصادي وده کې خوارا مهم وباله.

د لوړو زده کړو وزیر د کانکور شل تنو مخکښو بریالیو محصلینو ته د تبریکي ویلو تر څنګ ژمنه وکړه چې له اول نومره تر شلم نومره پورې او همداراز ص١٠٢ نور بورسونه د هر ولایت د اول نومره څخه تر دریم نومره پورې به ورکړي.

پوهاند عبدالقدیر خموش د ۱۳۹۹ کال د ازموینې پرشفافیت ټینګار وکړ او ويې ویل چې دوی هرکال د ۵۰۰ زره تنو څخه په ټول هېواد کې ازموینه اخلي، خموش وویل چې اداره يې د یو میلیون کسانو څخه د آزموینې اخستلو ظرفیت لري.

هغه وویل 200 زره داوطلبانو څخه په 1399 کال کې له ۳ زره زیات ناکام نلري او په سلو کې ۹۸ کاندیدانو د بریالیتوب نومرې اخستې دي.

ش

په دې ناسته کې د اول نومره څخه تر لسم نومره پورې په لاندې توګه اعلان شول : شمسیه د محمد نسیم لور د کابل محمد آصف مایل لیسه نه ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په اخستلو لومړی مقام خپل کړی او د کابل د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده. نعمت‌الله د محفوظ‌ الله زوی ۳۵۳.۱۳۳ نمرې کابل ، محمد مجتبی د گل حسین زوی ۳۵۰ نمرې کابل ، توریالی د سید کریم زوی ۳۴۹ نمرې بدخشان، احمد فواد د احمد رحیم زوی ۳۴۹.۷ کابل، زین‌العابدین د بادار زوی ۳۴۸ نمره، احمد وثیق داحمد قسیم ۳۴۸ نمرې او نصیحه د رحیم داد لور ۳۴۸ نمرې کابل، وثیق د خیرمحمد زوی ۳۴۸ نمرې دغورولایت ا و فضل احمد د ۳۴۸ نمروپه اخستلو سره هرات د هرات ولایت څخه په ترتیب بریالي شوي دي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS