د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د زابل لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې او تدریسي ودانیو جوړولو کار د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ودانیو د کار د پیل ترڅنګ د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هغه غونډه کې چې د زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د ولایتي مسؤلینو، د علماوو شورا د غړو، مجاهدینو، استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه، د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د زابل د خلکو د قهرمانۍ او مبارزې یادونه یې وکړه.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې په هېواد کې د لوړو زده کړو پرمختګ او پراختیا ته د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ یادې پیسې د زابل لوړ زده کړو مؤسسې د ستونزو د حل په موخه منظورې او له نېکه مرغه د دغې مؤسسې د لیلیې او د تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې نن رسماً پیل شوې.
همدارنګه د زابل ولایت مسؤلینو، د علماوو شورا رئیس، د یادې مؤسسې رئیس او د استادانو او محصلینو په استازولۍ یو تن استاد او محصل خبرې وکړې، په دغه مؤسسه کې د يادو پروژو د پرانستلو له امله خوښي وښوده او یو شمېر ستونزې او غوښتنې يې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شريکې کړې، چې د هغه له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.