سمنګان لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت د بېلابېلو برخو د رغونې او بیارغونې چارې پیل شوې

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۸:۸
5412132100212

 

دا پروژې چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې تمویلیږي، د داخلي سړکونو بیارغونه او قیر کول، پیاده روونه، هموارول، د محصلینو استراحت ځای لپاره سايه‌بانونه، د برېښنا نوی برج جوړول، او د ټرانسفارمر نصبول پکې شامل دي.

 د یادو پروژو د تطبیق موخه د زده کړیزو شرایطو ښه کول او په دې علمي مرکز کې تدریس لپاره خوندي او مناسب چاپیریال برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د سمنګان والي، د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه، د امارتي ادارو یو شمیر رئیسانو، استادانو او د دې مؤسسې اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۳ مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۲۵ مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۴ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS