شېخ زاید پوهنتون کې د کمال خان بند او د اوبو اهمیت په اړه سیمینار جوړ شو او مقالې وړاندې شوې
د غونډې په پیل کی د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی شفېع ګل شفیقي د پروګرام ګډونوالو ته د اوبو د مدیریت پر اهمیت وغږید او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د خپلو اوبو څخه په کور دننه یوازې ۳۰ سلنه ګټه اخیستل کېږي او پاتې یې ګاونډیو هېوادونو ته وړیا بهېږي. استاد شفیقي وویل چې د اوبو نه مدیریت هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخامخوي چې د کمښت ستونزه یې په نننۍ نړۍ کې جدي ګڼل کېږي. د ده په خبره چې تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې به د نړي ۴۸ هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ شي.
د ټولنیزو علومو مشر پوهنیار استاد سیف الله غروال د (نیمروز ولایت تاریخ او د افغانستان خلکو په ژوند کې د کمال خان بند ارزښت) په اړه خپل چمتو شوی سیمینار وړاندې کړ.
ورپسې د انجنیري پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک (په افغانستان کې د برېښنا شته ظرفیتونه او خلکو ته د برېښنا انرژۍ په رسولو کې د کمال خان بند اغېزې) تر سرلیک لاندې خپله چمتو شوې مقاله ګډونوالو ته واوروله، چې د استادانو او زدکړیالانو لخوا په پورته توګه بدرګه شوه.
د پوهنتون مشر پوهنمل استاد حسین ګل اریوبي لخوا د اوبو کمښت او د خوراکي توکو تولید په وړاندې راتلونکو ننګونو په تړاو لیکل شوې مقاله وړاندې شوه چې د اوبو اغېزناک مدیریت ته د ولس او حکومت پام وراړوي.
همدارنګه د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار عبدالفتاح په خپله مقاله کې د اقتصادي ارزښت له اړخه د کمال خان بند وارزاوه.
په پای کې د خوست ولایت د اوبو د چارو د تنظیم مشر انجنیر زین الله نسیمي هم د کمال خان بند پر جوړېدو خوښي وښوده او په افغانستان کې یې د دولت لخوا د نورو بندونو جوړېدو پلان هم یاد کړ.