عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن ورځ د کندهار پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنک د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته په یوه لویه غونډه کې وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه نن ورځ وروسته له غرمې د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په لومړي ځل یې د پوهنتون له رهبري غړو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره د لیدنې ترڅنګ هغوی ته هر اړخیزه وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پېل کې د علم پر ارزښت او د دیني او عصري زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او استادانو او محصلانو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت یوازي د الله تعالی د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.
هغه همداراز استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وويل: «ګورئ استادانو او محصلانو، تاسو هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري؛ په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه زیاته کړه «له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، ستاسو څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ».
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري، هغه همدا شان وویل چې افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.
محترم امیرالمؤمنین حفظه الله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او موږ د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي؛ که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي؛ ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ. هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې تاسو علمي خلک یاست، د دې هېواد پرمختګ، یووالي او اتحاد له پاره کار وکړئ او د خپل ملت خدمت په رښتني ډول ترسره کړئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، چې هر فرمان یې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د کندهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر محصلین، استادان، او د دغه پوهنتون کارکوونکي، یې ګډون وال وو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان ۱۳مه
۱۴۰۳ هـ.ش، د سلواغې ۲۴مه
۲۰۲۵ م، د فبروري ۱۲مه