فاریاب پوهنتون کې د «استادانو ترفیع او آثارو د ثبت او علمي ترفیعاتو پوهاوي» په نوم دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۲:۱۶
ل

په دغه ورکشاپ کې د فاریاب پوهنتون رییس پوهنمل فېروز اوزبېک کریمي د تدریس، څېړنې او نورو اکاډمیکو مکلفیتونو اړوند د علمي کادر غړو په وظایفو خبرې وکړې او د هغو په معیاري تطبیق یې ټینګار وکړ.

وروسته د فاریاب پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل نور احمد قیتمس د علمي ترفیعاتو بهیر او د استادانو د ترفیع او آثارو د ثبت لارو چارو او همداراز د څېړنې، تآلیف او ژباړې ریاست له ویب‌پاڼې په سمه توګه ګټې اخیستنې په اړه عملي پرېزېنټېشن وړاندې کړ.

همداراز د فاریاب پوهنتون د علمي څېړنو او استادانو چارو امر پوهنمل محمدنعیم آرتاش د استادانو د ترفیع او علمي آثارو د مراحلو طی کولو بهیر په اړه خبرې وکړې او د استادانو په موقع ترفیع یې ټینګار وکړ.

یاد ورکشاپ د ګډونوال په پوښتنو او ځوابونو او د نظر پر تبادلې پای ته ورسېد.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS