له هېواد څخه د وتلیو استادانو د بېرته راستنولو په هکله د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

Akmal_admin
اعلامیه‌ی وزارت تحصیلات عالی ا.ا.ا راجع به کادرهای علمی که کشور را ترک کرده‌اند

له هېواد څخه د وتلیو استادانو د بېرته راستنولو په هکله د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا !

دا چې ګران هېواد افغانستان د ټولو ګډ او مشترک کور دی؛ نو آبادي یې هم زمونږ د ټولو ګډ مسئولیت جوړېږي.

دا آبادي د تحصیلي نظام له پياوړتیا او ملاتړ څخه پرته ناشونې ده، په همدې منظور د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت رهبري د دولتي پوهنتونونو ټولو هغو استادانو ته د بېرته راتګ بلنه ورکوي، کوم چې په دې وروستیو کې له هېواد څخه بهر تللي دي.

وزارت له یادو استادانو احترامانه غوښتنه کوي، چې د ګران هېواد آبادۍ او سرلوړۍ په موخه خپلو سپېڅلو دندو ته راستانه شي.

 د وزارت رهبري ژمنه ده، چې له یادو استادانو به هر اړخېز معنوي او اقتصادي ملاتړ وکړي او د پخوا په څېر به ټولې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د نویو استادانو د ګمارنې په موخه بستونه هم اعلان ته سپارلې دي؛ نو له هغو بهر مېشتو افغان کادرنو څخه هم احترامانه غوښتنه کوو، چې د تحصیلي نظام د غښتلتیا او پرمختګ په موخه په دولتي پوهنتونونو کې د استادۍ مقدسې دندې ترسره کولو په خاطر ذکر شویو بستونو له لارې یاده دنده ترلاسه کړي او د هېواد د بچیانو د روزنې په موخه خپلې علمي هڅې وکړي.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت مسئولین پرته له توپیري چلنده د خپلو داخلي او بهر مېشتې افغان کادرنو ملاتړ ته ژمن دي او دا خپله ایماني وجیبه بولي، چې ګران هېواد ته د یادو علمي کادرنو بېرته راتګ ته زمینه برابره کړي او د اقتصادي ملاتړ سربېره هر اړخېز سهولتونه ورته مَهیا کړي.

وزارت یو ځل بیا یادو درنو استادانو ته ډاډ ورکوي، چې پرته له کومې اندېښنې خپل وطن ته تشریف راوړي او خپله انرژي د هېواد او تحصیل په ترقۍ او آبادۍ کې مصرف کړي.
درنښت .

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements