لوړو زدهکړو وزارت د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته د بېړنيو روغتايي مرستو لپاره مجهز صحي ټيم ولېږه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په لارښوونه د دغه وزارت تر چتر لاندې د مرکزي تدریسي روغتونونو یو مجهز پلاوی، د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د مرستې په موخه بغلان ولایت ته ولېږل شو.
د میوند تدریسي روغتون رئیس دوکتور سیدالرسول منګل په مشرۍ، یاد مجهز ټيم له ځانه سره درمل او امبولانس لري، چې په بېړنیو حالتونو کې به د ټپیانو د لېږد او درملنې لپاره په مختلفو سیمو کې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
په پام کې ده چې له سیلاب ځپلو سره به د مرستې لپاره نور مجهز ټيمونه هم واستول شي.