لوړو زده کړو وزارت د ککړې هوا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي ځانګړې کمیټه رامینځته کړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۴:۵۷
کمیته آلودگی هوا

په هغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور په مشرۍ جوړه شوې وه، تر بحث وروسته « له ککړې هوا څخه د مخنیوي په موخه د پوهاوي ځانګړې کمیټه» جوړه شوه.
په دې کمیټه کې مالي او اداري مرستیال د رئیس په حیث، د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس له رسنیو سره د همغږۍ د مسؤول په حیث، د اوبو او چاپیریال انجینري پوهنځی، کرنې، ژورنالیزم، حقوق، طب، ښکلیو هنرونو، ځمکپیژندنې او کانونو پوهنځیو علمي کادرونه ددې کمیټې د تخنیکي او تخصصي غړو په حیث وټاکل شول.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور په لومړي سر کې د کمیټې له غړو څخه وغوښتل چې د کميټې د موخو او فعالیتونو پرمخ وړلو لپاره طرزالعمل جوړ کړي تر څو د هغه په پلي کولو سره خپل کاري راپورونه د ککړې هوا څخه د مخنیوي عالي کمیسیون ته وړاندې کړي.

مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، چې په دې طرزالعمل کې اصلي موخې، کاري ساحې، وړتیاوې، برنامې، د برنامو د پلي کولو لارې، اړتیاوې او له رسنیو سره د کمیټې د غړو د ګډون څرنګوالی باید په ځانګړي توګه واضح کړای شي.

نوموړي په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د سرچینو په معلومولو او پیژندلو کې د علمي ټولنې رول مهم وبلل او د کمیټې له غړو څخه يې وغوښتل، تر څو د علمي حل لارو په پیدا کولو کې د هوا او چاپیریال د ککړوالي په ضد د مبارزې په کمپاین کې خپله دنده سر ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئيس عزیزاحمد اوریاخیل وویل چې د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي لپاره د کلیپونو او تصویري راپورونو په اړوند کار دوام لري او ډیر ژر به دغه کلیپونه له رسنیو سره شریک کړای شي.

همدارنګه نورو ګډون والو هم خپلې طرحې، نظرونه، وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړل او د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي په خاطر یې خپل چمتوالی وښود.

د یادولو وړ ده چې د هوا او چاپیریال د ککړوالي څخه د مخنیوي په هکله د پوهاوي ۲۰ کسیزه کمیټه په اوونۍ کې یو ځل ناسته لري، د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي د حل لارو په اړوند بحث او د نظر تبادله کوي او په پای کې خپلې لاسته راوړنې د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي عالي کمیسیون سره شریکوي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس په درېیمه ورځ د څېړونکو استادانو له لوري ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري د (اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په درېیمه ورځ یې د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د مڼو باغ اوبولو سیسټم، ۸۰۰ نیالګیو کېنولو او شنې خونې پر پروژو خبرې وشوې

 

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې او د پکتیکا ولایت لپاره د ناروېژن کمېټې استازو تر منځ د دغه تحصیلي نهاد په ریاست مقام کې د ځینو غوښتل شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

BACK TO NEWS