هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو د مسؤلینو سره ناسته وسوه!!

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۱:۱۶
هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو د مسؤلینو سره ناسته وسوه!!

هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو د مسؤلینو سره ناسته وسوه!!
د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید او هلمند پوهنتون کي د خصوصي پوهنتونونو د یو شمیر مسؤلینو(ریسانو،محصلانو چارو مرستیالانو،طب پوهنځۍ ریسانو او تدریسي روغتونونو د امرینو)سره ګډه ناسته وکړه .

یاده ناسته چي د خصوصي پوهنتونو ترمنځ د همږغۍ زیاتولو، د تدریسي روغتونونو کیفیت لوړولو، د طب پوهنځۍ د محصلینو لپاره د عملي کار او ستاژ برخي ته د ځانګړي پاملرني،  او یو شمیر نورو موضوعاتو په پار رابلل سوې وه، د قرانکریم په مبارکو آیاتونو را پیل سوه .

تر تلاوت وروسته ډاکتر سمیع الله سعید اړونده مسؤلینو ښه راغلاست ووایه او  مسؤلینو ته په خطاب کي یې وویل : په ټولو به مو ګډه هڅه داوي چي  هلمند کي د لوړو زده کړو سطحه راپورته او پر کیفیت ولاړ تحصیلي سیسټم ولرو، او هم د اناثو محصیلینو  لپاره د وزارت د طرحي سره سم تحصیلي چاپیریال برابر کړو . 

نوموړي د خصوصي پوهنتونونو سره د راتلونکو ناستو پر میکانیزم هم معلومات وړاندي کړل، او لهذهفوی یې وغوښتل چي خپل منځي همږغي دي زیاته او د هلمند لوړو زده کړو اداره به همدې برخه کي په ټول توان زمینه سازی ته کار وکړي،

په یاده ناسته کي د خصوصي پوهنتونو استادانو ته د SCL او OBA ورکشاپونو دایرولو پر موضوع هم بحث وسو چي راتلونکي نژدې وخت کي به د هلمند پوهنتون د یو شمیر  ټرینر استادانو له لوري د خصوصي پوهنتونو د استاذانو د ظرفیت لوړوني په هدف به هغوی ته یاد ورکشاپونه دایر سي.

د خصوصي پوهنتونونو  مسؤلینو هم په خپل وار سره خبري وکړې او د تیري ناستو د پریکړو اړوند یې معلومات وړاندي کړل او هم یې یو شمیر ستونزي او غوښتني د وزارت له فوق العاده استازي سره شریکي کړې، چي د نوموړي له لوري ورسره د هر اړخیزي همکاری او ستونزو ته د رسیدګۍ ژمنه وسوه.

ناسته په هر اړخیزي دعایه وینا سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS