په افغانستان کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د جوړېدو د بهير د چټکتیا په اړه غونډه جوړه شوه

په افغانستان کې د اسلامي نړیوال پوهنتون د جوړېدو د پروسې د چټکتیا په موخه، د لوړو زده کړو، ښار جوړولو او اراضۍ وزارتونو او په افغانستان کې د مالېزیا سفارت کاري ډلې چې د اړوند پوهنتون ماسټر پلان ته يې انکشاف ورکړی دی، ترمنځ د دې پوهنتون د زېربنايي چارو، ادارې او مدیریت د برخو او اکاډمیکو څانګو، پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو په موخه ناسته وشوه.
دغه ناسته د ولسمشر د حکم او مخکینۍ ناستې د پرېکړې له مخې د همغږۍ او د افغانستان د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو د پروسې د تعقیب په موخه چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو (OIC) د سازمان له خوا په ننګرهار ولایت کې جوړېږي ترسره شوه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، په داسې حال کې چې د دې وزارت د مالي او اداري چارو معین نور احمد دروېش، د علمي معینیت سلاکارې پوهاند طاهره نبي، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ، تقنین او اداري چارو او زېربناوو ريیسانو ګډون درلود او د یاد پوهنتون د اداري، مدیریتي او اکاډمیک جوړښت او د طرحه شوي ماسټر پلان په اړه يې له مقابل لوري سره خبرې وکړې او د هغو پرتو ننګونو په اړه چې یاد موډل يې له تقنیني اسنادو سره لري رڼا واچوله؛ همداراز د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مرستیالې سحر همدرد د زېربنايي مسایلو او د دې پوهنتون د ساختماني او مهندسي پلانونو او همداراز د دې پروژې د وخت د کمي د څرنګوالي په اړه پوښتنې مطرح کړې.
په وړاندې يې د مالېزیا کاري ډلې چې اړوند ماسټر پلان ته يې پراختیا ورکړې ده، د خپلو تجربو په پام کې نیولو سره مطرح شوو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د دې پروژې د مناسب پلي کولو د حل لارو له پاره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د مالېزیا له نړیوال پوهنتون څخه په مننې سره وویلچې د دوی نظریې او وړاندیزونه به د وړاندې شوي موډل په پام کې نیولو سره، د ادارې، مدیریت او په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون له اکاډمیکې برخې سره، له ګمارل شوي کمیسیون او د افغانستان د جمهوري رياست له عالي مقام سره شریک کړي او پایله به يې په وروستۍ ناسته کې وړاندې کړي.