په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې مرستیالې د ننگرهار پوهنتون له رئیس سره ولیدل

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۱:۸
ل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) ادارې مرستیالې سریو بوزوروکوا (Surayo Buzurukova) د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې دواړو خواوو د متقابلو اړیکو او همکاریو د رامنځته کېدو د شونتیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه لنډ معلومات ورکړل او همدارنګه یې د پوهنتون یو شمېر وړاندیزونه، چې محصلینو ته د عملي زده کړو، فارغانو ته د انټرنشیپ زمینې برابرولو، د پوهنتون د څېړنیزو فارمونو، لابراتوارونو، کمپیوټر لیبونو تجهیزولو، د فوق لیسانس د نویو پروګرامونو رامنځته کول او مالي ملاتړ او د کرنې، انجنیري او اقتصاد پوهنځیو په برخه کې د ځینو پروژو تطبیق په کې وو، له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د (UNDP) ادارې مرستیالې آغلې سریو د پوهنتون مشرتابه ته په اړوندو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اداره یې په راتلونکې کې له ننګرهار پوهنتون سره د متقابلو همکاریو د رامنځته کېدو هوډ لري.

د مجلس په پای کې راغلي پلاوي د پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د کرنې پوهنځي د څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه، چې د کرنې پوهنځي د مسؤلینو او استادانو له خوا ورته په فارمونو کې د روانو څېړنو په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS