په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
15651000


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام او د بلخ پوهنتون مشرتابه پلاوي له لوري واخیستل شوه. 
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیاتو رئیس د ازموینې ګډونوالو ته د ازموينې د طرزالعمل په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې تر پخوا د ازموينې لاره اسانه شوې او ورځ تر بلې د لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، چې د ازموينو په پروسه کې لا اسانتياوې رامنځ ته کړي.
د یادونې وړ ده چې د ژبې په ازموینه کې له بریالیو نوماندانو څخه به وروسته مسلکي ازموینه اخیستل کېږي. 
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۱۳مه
۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۲۴مه
۲۰۲۴م، د سپټمبر ۱۶مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۷:۵۸
Background image

بلخ پوهنتون تدریسي روغتون کې نوي طبي وسایل فعال شول

 

د یاد تدریسي روغتون مسوولینو په وینا په دغه روغتون کې د ناروغانو د غوره درملنې لپاره، بسترخونه، د زړه ناروغانو لپاره د زړه ګراف او د بېړنیو ناروغانو لپاره د کاردیک مانیټور په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۷:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ او کندز ولایتونو د دیني جامعاتو لپاره د استادانو د جذب له بهیر څخه څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د بلخ او کندز ولایتونو دیني جامعاتو لپاره د استادانو د جذب ازموینې له بهیر څارنه. . .

BACK TO NEWS