په تخار پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی ملي کنفرانس د ۴۱ څېړنیزو مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۳:۵۰
Vsnskoxodmnx

 

د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زېرمو د مدیریت رول، درې ورځنی ملي کنفرانس، چې د لوړ زده کړو وزارت په همکارۍ او د تخار پوهنتون په کوربه توب دایر شوی و، د تخار پوهنتون د رهبري پلاوي او د استازانو او ګډونوالو په ویناوو پای ته ورسېد.

 

د یاد کنفرانس د پای مراسمو کې د تخار پوهنتون رئیس مولوي کمال الدین منیب د خپلو خبرو پر مهال د دغه کنفرانس په لاره اچولو له امله د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ او همدارنګه د استادانو او ټولو ګډونوالو له راتګ مننه او قدرداني وکړه.

 

همدارنګه د استادانو او ټولو مېلمنو په استازولۍ د کندهار پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهندوی کمال الدین کمال او د جوزجان پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالبصیر محمود، د تخار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالنې څخه قدرداني وکړه، د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ په برخه کې یې د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، غوښتنه وکړه چې د دغه ډول کنفرانسونو او د استادانو او څېړونکو د څېړنو پایلې له نورو اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي.

 

همدا راز د تخار پوهنتون د څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالرحمن پژواک د کنفرانس د کاري پروسې لنډ راپور وړاندې کړ.

 

په پای کې یاد کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي ته د تندیسونو او څېړونکو او استادانو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: پنجشنبه 

۱۴۴۶ هـ.ق د ربیع الثاني ۲۸ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۱۰ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۱ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS