په غزني پوهنتون کې د سيرت النبي سياليو پايلې اعلان شوې

د سيرت النبي صلی الله عليه وسلم د سياليو پايلې چې د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري جوړې شوې وې، تېره ورځ په د یوه پروګرام په لړ کې اعلان شوې.
په دې پروګرام کې د غزني پوهنتون رييس، د علمي چارو مرستيال، د محصلينو چارو مرستيال، د شرعياتو پوهنځي رييس او د پوهنتون د فرهنګي چارو مسوول د سيرت النبي او د هغه د نېکو صفاتو په اړه خبرې وکړې.
تر هغه وروسته لس غوره ګډونوالو ته ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول. اول نومره ته کمپيوټر او کتابونه، دويم نومره ته ګلکسي مبايل او کتابونه، درېيم نومره ته قلم لرونکی قران کريم او کتابونه او همداراز تر لسمې نومرې پورې د ډالۍ په توګه ګټور کتابونه ورکړل شول او پروګرام په يوې دعايې سره پای ته ورسېد.