په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې پوهنځيو د ژبو او ادبیاتو څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۸:۸
jhbfjsdjfjds


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې ژبه د یوې ټولنې د کلتور، ثقافت، افکارو او ذهنیت پېژندلو او له یوه نسل څخه یې بل ته د لېږد تر ټولو ښه وسیله ده. نوموړي یاد کلسټر ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې ټول علوم په ژبه پورې تړلي دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې ژبې په طبیعي ډول یو پر بل اغېزې لري او زیاته یې کړه: «بهرنۍ ژبې زموږ پر ملي ژبو اغېزه کوي، له بهرنیو ژبو کلمات او اصطلاحات راځي او له دې اغېزې سره بهرنۍ کلتور او ثقافت رالېږدول کېږي.»
دوکتور لطف الله خیرخواه د بهرني کلتور او ثقافت د رالېږدېدو مخنیوي او بهرنیو ژبو له اغېزو څخه د ملي ژبو د ساتلو لپاره، د ملي ژبو پر بډاینې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د کلسټر ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر پر ارزښت خبرې وکړې او هغه یې د ژبې، تدریس او د تدریس اصولو په معیاري کولو کې ګټور وباله. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ویې ویل چې د پنځو کاري ورځو په جریان کې به د ښوونې او روزنې پوهنځيو د ژبو او ادبیاتو څانګو پر تحصیلي نصاب کار وشي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS