په لوړو زده کړو وزارت کې د ورځنیو دندو د ښه والي په موخه ناسته وشوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۱ - ۵:۱۳
ل

د کاري انګېزې رامنځ ته کولو، حاضرۍ ته پابندي، د اصولو او مقرراتو مراعاتول، په چارو کې صداقت، متقابل درناوی او د کارکوونکو تر منځ د همکارۍ په موخه د اسلام مبین دین او نبوي احادیثو په رڼا کې د دعوت او ارشاد تر عنوان لاندې د پوهاوي پروګرام، نن د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او منسوبین په ګډون سره په دغه وزارت کې پیل شو.

په دغه پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو سرپرست دوکتور دلاور سیلاب د یادو مواردو په اړه خبرې وکړې، د هېواد او خلکو پر وړاندې یې د کارکوونکو مسوولیتونه برسېره کړل.

هغه د لوړو زده کړو د نظام ارزښت او د هېواد پر نورو سکټورونو یې اغېزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد له مهمو او اغېزناکو ارګانونو څخه دی، چې کولی شي د ټولنې د افرادو پر افکارو د پام وړ اغېزې ولري.

دوکتور سیلاب د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې زموږ هېواد او په ټوله کې اسلامي نړۍ بې جوړې علما درلودل او د عصري علومو په برخه کې د نړۍ په سر کې و او که چېرې موږ د لوړو زده کړو وزارت له ادرسه متعهدانه او مخلصانه د خپلو خلکو او ټولنې پر وړاندې خپلې دندې او مسوولیتونه په سمه توګه تر سره کړو؛ نو لرې به نه وي، چې افغانستان په نړۍ کې د علم او پوهې د ډګر په توګه معرفي کړو.

هغه همدارنګه په چارو کې د صداقت، حاضرۍ ته پابندي، د اصولو مراعاتول او د کارکوونکو تر منځ همکاري، هېواد او خلکو ته د خدمت په موخه کارکوونکو ته انګېزه ورکول د اسلام مقدس دین د لارښوونو په رڼا کې معلومات ورکړل، د دغه وزارت له ټولو کارکوونکو او منسوبینو یې وغوښتل، چې ځان له دغو اصولو سره سم کړي او د افغانستان د پرمختګ کېښتۍ د خپلې موخې ساحل ته ورسوي.

د مسوولانو په خبره، په پام کې ده چې دغه پروګرام په اونۍ کې څو ځلې، د ذهنونو د جوړولو او د هېواد لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو د متوجه کولو لپاره، د چارو د متخصصانو له لوري جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS