په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړنی ملي کنفرانس د ا.ا.ا مشرانو او مسؤلینو په ګډون سره پیل شو

د یاد کنفرانس موخه په هېواد کې د اقتصادي پرمختیا پر وړاندې د شته خنډونو په نښه کول، د اقتصادي پرمختیا لپاره د پالیسیو جوړول، د علمي کادرونو له لوري د هېواد اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د طرحو او څېړنو وړاندې کول او د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو په نښه کول دي.
د کنفرانس په پرانیستي مراسمو کې حافظ عبدالله د ریاست الوزرء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پیغام ولوست، چې په یاد پیغام کې یې عصري زده کړې د هېواد لپاره اړینې بللې وې او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتي وو، چې د عصري زده کړو تر څنګ، په اسلامي مفکوره د ځوانانو روزنې ته پاملرنه وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب اسلامي اقتصاد او د اسلامي ارشاداتو پر اساس تجارت د مسلمانانو د دنیا او اخرت د کامیابۍ راز وباله او ویې ویل: «افغانستان سرشاره، طبعي زیرمې، خوږې اوبه او پاکه هوا لري، چې د وسایلو په وسیله ښه ګټه ترې اخیستلی شو.»
نوموړي هېواد والو لپاره د هوسا ژوند برابرول او له امکاناتو سمه ګټه اخیستل د نظام او د استادانو لپاره د څېړنو اسانتیاوو برابرول د دغه وزارت مکلفیت یاد کړل.
همدا راز سرپرست وزیر د اقتصادي پرمختیا او ځان بسیاینې په برخه کې دا ډول کنفرانسونه مهم وبلل او ویې ویل، چې په نورو څانګو کې به هم دغه ډول کنفرانسونه جوړوي او د څېړنو لړۍ به دوامداره ساتي.
په کنفرانس کې همدارنګه د کورنیو چاور سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني یاد کنفرانس او د څېړنو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د هېواد د ودانولو او پرمختګ یوازینۍ لار دیني او عصري زده کړې دي.
نوموړي په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانانو ستړیاوو او ستونز ته په اشارې سره وویل: «هېواد مو چې په کومه لیونۍ مینه ازاد کړ، اوس به یې په هماغه لیونۍ مینه ابادوو».
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې دا ډول کنفرانسونه له یوه اړخه پوهنتونونه له تیوري حالت څخه عملي او تطبیقي ډګر ته راوباسي او له بله اړخه پوهنتونونه د هېواد په ملي قضایاوو کې شریکوي.
نوموړي د هېواد په ملي قضیو کې د استادانو له لوري د طرحو او پالیسیو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موږ هغه وخت خپلې ستونزې په نښه او له منځه وړلی شو، چې په اړه یې دقیقې څېړنې وکړو.
دغه راز په یاد کنفرانس کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا، د اقتصاد سرپرست وزیر حافظ دین محمد حنیف او یو شمېر نورو ویناوالو د افغانستان د ابادۍ، ا قتصادي ځان بسیاینې، د نظام ثبات او د خپلواکۍ ساتلو په برخه کې د تعلیم او تحصیل پر ارزښت خبرې وکړې.
د یادونې ده، چې د یاد کنفرانس لپاره د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو له لوري ۱۲۰ علمي ـ څېړنیزې مقالې چمتو شوې، چې یو شمېر به یې په دغه درې ورځني کنفرانس کې وړاندې او د چاپ په ګاڼه سبمال شي.