په کابل پوهنتون کې (د علمي کنفرانس طرحه او دائرول) په نوم یو ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د تحقیق او نوښت معاونیت لخوا د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې ریاست په همکارۍ دائر شو.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۶:۳۲
kjhjdfkjsdkjsdkjds


په دغه ورکشاپ کې چې د امارتي مرکزي او ولایتي پوهنتونونو رئسیانو او تحقیقي مسؤلینو ګډون کړی و، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د کابل پوهنتون رهبرۍ په حضور کې وړاندې شو.
په پیل کې د تحقیق، تألیف او ترجمې ریاست رئیس دوکتور حمیدالله مزمل په څېړنیزو قواعدو او دستورالعملونو کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه خبرې وکړې او وویل چې نوموړو بدلونونو استادانو ته په څېړنیزو برخو کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي، اداري او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک د علمي کنفرانسونو د دائرولو په مالي لګښتونو وغږید او وویل چې هره څېړنېزه برنامه مالي لګښت ته اړتیا لري او وزارت د علمي کنفرانسونو له څېړنېزو لګښتونو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د تحصیلي بنسټونو سره همغږی دی، نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه په يوولسو تحصیلي بنسټونو کې د څېړنو مرکزونه تجهیز شوي دي او په پلان کې ده چې د افغانستان د ټولو تحصیلي بنسټونو څېړنیز مرکزونه تجهیز کړو.
ورپسې د کابل پوهنتون د علمي مجلو او تحقیقاتو امر پوهندوى دوکتور محمد ولی سالاري له لورې د علمي کنفرانس د طرحې څرنګوالي او دائرولو په اړه سمینار وړاندې شو، نوموړي د علمي کنفرانسونو د موخو، ګټو، مرحلو او ډولونو او یو څو نورو موضوعاتو په اړه لکچر ورکړ او همداراز یې د افغانستان د پوهنتونونو علمي رتبه بندي روښانه کړه.
 په پای کې ګډونوالو د ورکشاپ په اړه سوالونه او نظرونه مطرح کړل او د مسؤلینو لخوا ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS