په کابل پوهنتون کې د مرکزي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دری ورځنی دیني ـ علمي سمینار د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره پیل شو. 

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۳:۲۰
یبسیب

 

په یاد سمینار کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یاد سمینار له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، په ټولنه کې د استادانو د ارزښت او د ځوانانو په روزنه کې یې پر رول خبرې وکړې. 

نوموړي زیاته کړه: «هغه ټولنه له ستونزو ځان نه شي رایستلی، چې خپل ارزښتونه هېر کړي، یوازې استادان کولی شي چې ټولنه وژغوري، د هېواد بچیان سمې او د اسلام مقدس دین لارې ته رهنمایي کړي.»

دغه راز د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد څلور لسیزو جګړو ته په اشارې سره وویل چې د تپل شوو جګړو پر مهال مو د بنسټیزو برخو تر څنګ، عالمان او علمي او تحصیلي مرکزونه هم له منځه تللي دي. 

ښاغلي حنفي د تحصیلي نصاب پر معیاري کولو او پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ا.ا.ا خپلو امکاناتو په کتو د ځان بسیا افغانستان په موخه د هېواد د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا په برخه کې به هېڅ ډول مرسته او همکاري ونه سپموي. 

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد سمینار د موخې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د دې سمینار موخه له استادانو سره د مذاکرې او مباحثې پیل دی، تر څو د هېواد د تحصیلي نظام د خدمت لپاره د یو بل له دیني او اسلامي فکر څخه، چې د ټولو غوښتنه ده، ګټه واخلو.»

نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ځوانانو تعلیم او تحصیل ته ژمن دی. دغه راز ویې ویل چې د دې ډول سمینارونو لړۍ به د ولایتونو تحصیلي بنسټونه ته هم وغځیږي. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په نړۍ کې حاکم حالت ته په اشارې سره، د اوسني انسان د عقایدو او فکر او همدارنګه د یوه مسلمان د مهمو قضیو په اړه، چې فکري لومړیتوب یې جوړوي، خبرې وکړې. 

همدارنګه په دغه سمینار کې د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د ا.ا.ا مطبوعاتي پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت له بې طرفه او هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د خلکو ستونزې تر مسؤلینو رسوي او له خلکو سره د نظام فعالیتونه شریکوي. 

نوموړي د رسنیو د مکلفیت په اړه وویل چې رسنۍ هم مکلفې دي چې خپله بې طرفي وساتي، له قانون او ټاکل شوي چوکاټ سره سم او د ملي او دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلو چارو ته دوام ورکړي. 

وروسته د دیني تخصصاتو استاد مفتي محمود ذاکري د ټولنې په جوړښت کې د ښه نیت او اخلاص اغېز او د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د بریالي استاد د صفاتو او وظیفوي امانتدارۍ په اړه خبرې وکړې. 

د یادولو وړ ده دغه سمینار به سبا او بل سبا هم دوام وکړي او ګډونوال به پر مختلفو موضوعاتو خبرې پکې وکړي. 
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۷/۲۱هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۲۳هـ.ش ۲۰۲۳/۲/۱۲

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS