په کابل کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو او د دعوت او ارشاد مسؤلینو په ګډون یو مشورتي کمېسیون جوړ شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست او په کابل کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو برخه اخيستې وه.
د غونډې په پيل کې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شيخ شاکرالله وحدت د دعوت او ارشاد مشورتي کمېسيون د جوړولو پر اهمیت، د علم او تحصیل پر زده کړې، او ددې ریاست د پروګرامونو پر تطبیق خبرې وکړې.
ښاغلي شیخ وحدت وویل: "دغه کمېسیون به په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د دعوت او ارشاد ریاست د پروګرامونو په تطبیق او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي، ترڅو محصلین د عصري علومو د زده کړې ترڅنګ خپلې دیني اړتیاوې هم پوره کړي. "
ورپسې د خصوصي تحصيلي بنسټونو مسؤلينو په خپل نوبت سره خپل نظرونه، وړانديزونه او ننګونې څرګندې کړې او د ياد مشورتي کمېسيون له جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه.