پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د کمال خان بند پرانیستې په ویاړ لومړنی علمي سیمینار جوړ کړ
د یاد علمي سیمینار وړاندې کېدونکي موضوعات یوازې محصلانو ته ځانګړي شوي وو.
سیمینار د لوړو زده کړو موسسې مشر پوهندوی علي جان عادل په پرانیستونکې وینا وکړه او په ترتیب سره لاندې موضوعات وړاندې کړل:
۱- ښاغلي همایون د انجنیري پوهنځي محصل (د کمال خان بند معرفي)
۲- ښاغلي محمد جواد مصباح د اقتصاد پوهنځي محصل (د کمال خان بند تاریخچه او ارزښت)
۳- ښاغلي شبیر احمد د اقتصاد پوهنځي محصل (د نیمروز ولایت خلک او کمال خان بند)
۴- ښاغلي عطاالرحمن د اقتصاد پوهنځي محصل (د افغانستان د اوبو مدیریت)
۵- ښاغلي شیرین شاه د اقتصاد پوهنځي محصل (د افغانستان د برښنا بندونو تاریخچه)
له دې وروسته پوهنیارعبدالنعیم نعیم ټول موضوعات اړین او خورا ګټور وبلل او همدارنګه یې د ریاست مقام ته وړاندیز وکړ تر څو یاد محصلین د تشویق په موخه په معنوي ډالیو ونازوي.
د یادونې وړ ده چې دویم علمي سیمینار به ۲۷/۱۲/۱۳۹۹ نېټه د ولایت په کچه د سلګونو ګډونوالو په شتون کې د علمي کادر غړو او څانګپوهانو په مټ وړاندې شي.