All News
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.
یاده ناسته چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د مهمو مالي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له اړوندو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست يو پلاوي د اداري اسنادو څېړنې په موخه د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د تضمین کيفيت او اعتبار ورکونې امر مفتی نذیر احمد احمدي په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د ياد پوهنتون له رهبري پلاوي سره لیدنه ترسره کړه او د شيخ زاید پوهنتون د بېلابېلو څانګو د. . .
د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه کانونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا یوه غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې تجربي علوم زموږ د ټولنې جدي. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس او مل پلاوي، هرات ولایت ته په کاري سفر کې د هرات پوهنتون بېلابېلو څانګو ارزونه وکړه.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي او مل پلاوي د هرات پوهنتون له پلاوي سره د لیدنې تر څنګ، د هرات پوهنتون بېلابېلو څانګو ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه کېدو لپاره يې مسئولینو. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره چې ټاکل شوې د دې وزارت ځینو برخو پلټنه وکړي، لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو ځينو رئيسانو او د پلټنې عالي ادارې پلاوی چې له رئیسانو، آمرینو او مفتشینو څخه جوړ و، برخه اخیستې وه.
په پیل کې مولوي حافظ محمد حسیب. . .
د (د ابن سینا لارویان) په نوم مجله چې د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري خپریدله، له لسو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوه.
په همدې اړه د کابل طبي علومو پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه چې ویناوالو په ټولنه او تحصیلي بنسټونو کې د چاپي خپرونو پر ارزښت خبرې وکړې.
په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون ریس ښاغلي فضل. . .
د افغان نړیوال پوهنتون ۴۲ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې او زدهکړې آمریت له لورې جوړ شوی و، د ۱۵ ورځو په اوږدو کې؛ د لوړو زده کړو وزارت په موخو، د وازت اداري جوړښت، د اداري. . .
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په سرد سېرو ولایتونو کې مو له ژمنیو رخصتیو په استفادې د پوهنتونونو د هغو اړتیاوو پوره کولو او ستونزو پر حل کار وکړ، چې مخکې مو د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د شورا غړو د خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د تبدیلیو، اساس کتابونو او په اسنادو کې د محصلینو د نومونو پر ستونزو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
همدارنګه. . .