د لوړو زده کړو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام

ameen_admin
منتبنیبنتلیب

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهاند عبدالباقي رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوی د پوهاند عبدالباقي رحماني مړينه د اکاډمیکې ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي او خپل د ډاډګېرنې مراتب د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو، کورنۍ او نورو دوستانو ته یې وړاندې کوي او د لوی خدای له درباره ارواښاد استاد، رحماني ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر
شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements