داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره:/G-0024 MOHE/99 /NCB
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې سرلیک:د البیرونې پوهنتون د وړکتون د ترمیمولو او تجهیزولو په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندي شرطپاڼې نقل په وړیا ډول په فلش یا میموري کې د لوړوزده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د خبرتیا د خپریدو نیټې څخه تر ۲۱ ورځو پوري د لوړوزده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته، دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري.
وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه(۱۵۰۰۰۰) یو سلو پنځوس زره افغانۍ دي.
د آفر پرانیست غونډه د لوړوزده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست کې جوړیږي.