د ننګرهار پوهنتون دعلمي کادر بست خبرتیا !

Closing Date
ننګرهار پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د۱۴۰۳ هـ ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزني پوهنځی!
مسلکي تعلیماتو ډیپارتمنټ (1) بست.
داوطلبان کولای شي ، چې ۱۱/۲/۱۴۰۳ هـ ش څخه تر۲۰/۲/۱۴۰۳ هـ ش پورې یاد علمي کادربست ته دنوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادرته دشمولیت فورمه) ډکې کړي ، په ملي ژبه ړنمرو اصل ټرانسکریپټ او د وزارت له ویبپانې څخه دهمدې اعلان کاپي چې (دلوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یاد پوهنتون لخوا تاییدوي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاروي.