د بلخ پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
بلخ پوهنتون د دوییم او درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• اطلاعاتي سرچينو سيستم ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
د چاپیریال ساتنې او اوبو انجنیري پوهنځی؛
• کانونو استخراج انجنيري ډيپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل.
د اداري او عامه پالیسۍ پوهنځی؛
• عامه اداري، عامه پالیسۍ او پراختیا مدیریت ډيپارټمنټ (۳) بسته. درېیم ځل.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
• انګلیسي ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
د طب پوهنځی؛
• اناتومي ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.