د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ارواپوهنې او تربیتي علومو پوهنځی؛
• روزنيز پلان او پالیسۍ ډيپارټمنټ (۱) بست.
• روزنيز مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
• خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.