د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا!

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۷:۲۲
gfffgfdgg

Closing Date

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا!
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون بیا ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا  او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د ټولنیزو علومو پوهنځی؛
•    د تاریخ    ډیپارټمنټ       (۱) بست. 
داوطلبان کولای شي، چې د  ۲۰/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر    ۳۱/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.