د بلخ پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۵:۵۴
hgfdgfd

Closing Date

بلخ پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د انجنیری پوهنځی؛
•     صنعتي ودانیو(ساختمانونو) ډیپارټمنټ (۱) بست . 
•     تخنیکي عمومي مضمونونو ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ (۱) بست . 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.