د شفا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
شفا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او یا لېسانس کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د معالجوي طب پوهنځی؛
• عمومي ډیپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.
