د لوګر لوړو زده کړو د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
لوګر لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی؛
• کانونو استخراج ډیپارټمنټ (۱) بست.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• انګلیسي ډیپارټمنټ (۱) بست.
• فزیک ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.