‏د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده‌کړو کمیسیون ناسته وکړه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۰:۴۰
fdffdggdf


د یادې ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل وخت د خلکو د کارونو پر خلاصولو او له خلکو سره په چارو کې پر اسانتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله او د رئیس الوزراء صاحب امر او غوښتنه ده.
وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو له یوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد پر غوښتنو، د پوهنتون یا مؤسسې،  پوهنځيو او څانګو د نومونو تعدیل، د امناء پلاوي تائید، د پوهنځیو او څانګو نوي ایجاد غوښتنو او اړوندو موضوعاتو په اړه ‏بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې او د پوهنځیو او څانګو د نوي ایجاد غوښتنې له تایید وروسته د نهایي پرېکړې په پار، عالي شورا ته ولېږدول شوې.
د یادونې وړ ده چې د خصوصي لوړو زده‌کړو کمیسیون د یادو بنسټونو د ستونزو حل او پرمختګ او معیاري کولو په موخه جوړ شوی، ‏چې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبان، د مقام سلاکاران، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان، د مرکزي امارتي پوهنتونونو رئیسان او د خصوصي پوهنتونونو استازی یې غړیتوب لري. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي نهادونو له مسؤلینو سره، د همغږۍ او د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د ناستو په تالار کې، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مرکزي ادارو یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملي دفاع وزارت د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

 

هغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت د حضرت ابو عبیده بن جراح رضي الله عنه (ملي دفاع پوهنتون) اړوند د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ د غونډو په تالار کې د یادې اکاډمۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت نوي طبي وسایل وسپارل شول

 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل چې خریداري شوي وو د ګټې اخیستنې په موخه یاد روغتون ته وسپارل شول.

په دې. . .

BACK TO NEWS