د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۵:۲۷
22555200

Closing Date


کابل پوهنتون د لومری ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتور او ماستر په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د ښکلو هنرونو پوهنځی؛
•    د  نمایشي ادبیاتو دیپارټمنټ (۲) بست. 
داوطلبان کولای شي، چې د ۳۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۶/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.