د کابل پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۶:۴۴
16511000

Closing Date


کابل پوهنتون د لومړی ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د کیمیا پوهنځی؛
د کیمیا عضوی (۱) بست
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴۰۳/۶/۲۴  هـ.ش څخه تر ۱۴۰۳/۷/۲۳هـ.ش پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.