د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
54651230000

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي فرمان د بیانولو تر څنګ د امیر پر مقام، حقوقو او مکلفیتونو خبرې وکړې. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د ناسمو رواجونو په مخنیوي او د نوي توشیح شوي فرمان په عملي کېدلو سره زموږ په ټولنه کې ډېری ستونزې ختمیږي. هغه کارکوونکو ته په خطاب کې یې وویل چې موږ ټول مکلف یو چې دغه فرمان لومړی پر خپل ځان عملي کړو او بیا یې نورو ته د عملي کولو سپارښتنه وکړو. 
محترم شیخ صاحب د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې په اسلام کې د شرعي امیر ټاکنه واجب ده، ځکه چې د نورو واجباتو عملي کول ورپورې تړلي دي او زیاته یې کړه: «اوس الحمدالله موږ شرعي نظام او شرعي امیر لرو او د فرامینو عملي کول او اطاعت یې راباندې واجب دی.» 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شریعت له مخې د امیر پر ټاکنه، پر رعیت باندې د امیر پر حقونو او همدارنګه د امیر پر مکلفیتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې موږ ټول د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو په عملي کولو مکلف یو.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا غړو تر دې مخکې د ناسمو رواجونو د مخنیوي نوي توشیح شوي فرمان د ښه تطبیق او عملي کولو پر څرنګوالي مشورتي ناسته کړې وه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS