د اسلامي ثقافت مضامینو د تدريس ارزښت او اغېزې ملي کنفرانس د وړاندیزونو او حلارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

یاد کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون له لوري څو ورځې وړاندې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی و، د استادانو لخوا د ۱۱۴ مقالو او د اسلامي ثقافت په اړه د وړاندیزونو او شته ستونزو ته د حلارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په کنفرانس کې د استادانو له فعال ګډون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: «ستاسو فعال ګډون دا ثابته کړه چې یو مو هېواد، یو مو نظام او یو ملت یو، ځکه په داسې سترو علمي او مهمو موضوعاتو په ګډه بحث کوو او هرې ستونزې ته د حل لارې پیدا کوو.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې د ا.ا.ا په علماء کرامو او استادانو باور لري، د هغه په وینا دا چې په ډېر حساس پړاو کې یوو، باید دغه علمي هستۍ په بېلا بېلو برخو کې د نظام ملاتړ وکړي او ګټورې څېړنې وړاندې کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي له استادانو وغوښتل چې د کنفرانس پر مهال تر لاسه کړې تجربې له ځان سره یوسي او د اسلامي ثقافت پر مټ په تحصیلي نهادونو کې مثبت بدلون راولي.
علمي معین وویل، چې د کنفرانس پر مهال وړاندې شویو مقالو پایلې به توحید او راټوليږي او په دوامدار ډول به ترې استفاده کېږي.
د کنفرانس په پای کې تنظیموونکو، استادانو او څېړونکو ته تندیسونه، مننلیکونه او تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
پاتې دې نه وي چې په دې کنفرانس کې ټولې ۱۱۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې، چې له پایلو څخه به یې د اسلامي ثقافت په اړه د پالیسیو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.