د پوهنتونو د ښوونې او روزنې پوهنځیو د ۸ څانګو د تحصیلي نصاب پرمختګ او بیا کتنه پیل شوه

د هېواد د ښوونې او روزنې پوهنتونونو په اتو څانګو کې د تحصيلي نصاب او پراختیا کتنې دويمه جلسه د لوړو زده کړو د رهبري ډلې په حضور سره پيل شوه.
د لوړو زده کړو وزير دوکتور عباس بصير د دې وزارت له علمي معين او مخکينۍ مشرۍ څخه په مننې سره، د نصاب د بيا کتنې او تداوم پيل د لوړو زده کړو د تعليمي نصاب د عام کولو په برخه کې يو مهم ګام وباله او زیاته يې کړه چې کيفيت، پرمختګ او له زده کړې استفاده کول تر نوي او داسې کيفيت لرونکي نصاب پورې چې د نړۍ د اوسنۍ پوهنې له بدلونونو يې الهام اخيستی وي، اړه لري.
هغه همداراز وویل چې که استاد د تحصيل په بهیر او د زده کړې په چاپېريال کې ښه مولف او زده کوونکی ښه لوستونکی او د ښو مقالو ليکونکی نه وي، له همغې منطقي پوښتنې سره به چې د هېواد ولسمشر يې تل لري مخ وو: «معلومه نه ده چې زموږ ځوانانو او محصلين، په پوهنتون کې څومره زده کړه کړې او که يې زده کړه کړې، زده کړه يې څومره د کار وړ ده.»
د لوړو زده کړو وزير وويل چې اوس مهال په داسې حال د هېواد په پوهنتونو کې د تحصيلي ۱۶۵ څانګو په نصاب کار کوو چې په نړۍ کې د کار وړ ۳۰۰۰ څانګې په علمي بنسټونو کې تدريس کېږي او په بېلابېلو برخو کې، نوې څانګې چې د کار د بازار اړتیا ده جوړې شوې دي او تعليم يې ورکول کېږي.
د لوړو زده کړو وزير هغو بدلونونو ته په اشارې سره چې په نړۍ کې په بې ساري کچه په چټکه توګه راڅرګند شوي دي وويل چې په لس او شل کاله وړاندې ويناوو سره نشو کولای د اوسني محصل نه ماتېدونکې تنده خړوبه کړو او بدلون ورکړو، خو بايد چې په تازه څېړنو او د علم او پوهې په بېلابېلو عرصو سره ټولنه د علمي انقلاب لور ته روانه کړو.
همداراز د لوړو زده کړو د وزير علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د ښوونې او روزنې په څانګو کار کول د خوښې وړ وبلل ويې ويل چې د ژمي له رخصتيو په استفادې سره چې په پوهنتونونو کاري فشار کم دی، په نصاب او په پوهنتونونو کې د نړيوالو ژورنالونو په جوړښت کار چټک کړي.
پوهنمل بالاکرزي وويل چې په ملي هوکړې سره به د نصاب د نوي کولو او ليکلو په برخه او په دې برخه کې د کار په تداوم، له ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم، له پخوانيو زړو او لږ اغېز لرونکو مضامينو تېرېږو او له نوي علم څخه کار اخلو چې په دې سره به د هېواد په پوهنتونونو کې د کار وړ نصاب د نشتوالي د نيوکې دروازه هم وتړل شي.
نوموړي وويل له هغې وخته چې د نصاب په بياکتنه کار پيل شوی تر اوسه ۴۴ څانګې بشپړې شوې دي او د ښوونې او روزنې پر ۱۸ عنوانونو د کار پر بشپړېدو سره به د روانۍ اونۍ تر پايه ۷۱ عنوانه بشپړ او اجرا شي.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رييس پوهنوال صديق الله بارکزي هم د نصاب د بياکتنې او څرنګوالي په اړه په بحث کې د نصاب د کارپوهانو او د هېواد د پوهنتونونو د ښوونې او روزنې د تجربه لرونکو غړو په حضور کې خبرې وکړې زياته يې کړه چې د دې اونۍ تر پايه به تر ښوونې او روزنې پورې د اړوندو ۱۸ څانګو کار بشپړ شي او په دې حساب سره به ۷۱ عنوانه نوی شوی نصاب د خصوصي او دولتي ۵۰۰ زور تنو محصلينو خدمت ته وړاندې شي.
بارکزي څرګنده کړه چې په روانه اونۍ کې به د اتو څانګو (دري، پښتو، انګرېزي، عربي، ازبيکي، ترکمني، ترکي او روسي) ژبو د تحصیلي نصاب کار ادامه ولري او د علوم او اسلامي فرهنګ، فقه او عقيده، تفسير او حديث، تعليمي مديريت، مشوره، له ښوونځي مخکې او ابتدايه کې د ښوونې او روزنې ارواپوهنه، د ذهني وروسته پاتو د ښوونې او روزنې ارواپوهنه، د نابينايانو د ښوونې او روزنې ارواپوهنه، د کڼو د ښوونې او روزنې ارواپوهنه او د عمومي ښوونې او روزنې څانګو بياکتنه به ادامه ولري.
د ښوونې او روزنې د نصاب بیاکتنې جلسه د پوهنې، ارشاد حج او اوقاف، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون د ۵ ورځو له پاره ادامه لري.