د بغلان پوهنتون علمي کادري بستونه

Publish Date
Closing Date
د بغلان پوهنتون ۱۳۹۹ کال لپاره په لاندې برخو کې علمي کادري بستونو اعلان ته سپاري او د یادو بستونو لپاره د لېسانس، ماسټر او یا دوکتور په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
۱_ د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی
د اوزبیکي څانګه (۱) بست بیا ځلې
۲- د کرهنه پوهنځی
د حیواني علومو څانګه (۱) بست بیا ځلې
داوطلبان کولی شي د ۱۳۹۹ کال د مرغومې (جدی) ۶ څخه د ۱۳۹۹ کال د مرغومې (جدی) تر ۱۵ پورې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصلي ټرانسکرپټ، د وزارت له ویب پاڼې څخه د همدې خبرتیا کاپي او د تابعیت تذکرې له کاپي سره یو ځای، اړوند پوهنتون ته وسپاري.