د کندز پوهنتون وړکتون د ترمیم او تجهیز قرارداد لاسلیک شو

د لوړو زده کړو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د کندز پوهنتون وړکتون د ترمیم او تجهیز قرارداد لاسلیک شو.
دغه قرارداد د لوړو زده کړو وزارت او یوخصوصي شرکت ترمنځ د ۳.۵ ملیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو، چې د لوړو زده کړو وزارت د پراختيا پروګرام (HEDP) له خوا تمویلیږي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین دغه پروژه ارزښتمنه وبلله او ويې ویل، د دې پروژې په تطبیق سره به په کندز پوهنتون کې د میندو لپاره د کار ښه زمینه برابره شي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپلو خبرو کې له مسوول شرکت څخه وغوښتل چې د دې وړکتون د ښه تجهیز او ترمیم کارونو په کیفیت کې دقت وکړي او په ټاکل شوي وخت يې چارې تر سره کړي
د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو رئیس عبدالله صوفي زاده د وینا له مخې د دې پروژې موده پنځه میاشتې ده چې د تدارکاتو ریاست لخوا د پرانستې داوطلبۍ له لارې طی مراحل شو.